د کندوز له سقوط وروسته حکومت د دې پیښې څیړنې له پاره یو کمیسیون وټاکه او ولسمشر غني هم د دغه کمیسیون موندنو پر بنسټ په یاد ولایت کې د ځينو سمونونو په موخه یو شمیر لوړپوړي چارواکي یې له دندو ګوښه کړل.
خو له دغه سمونونو سره سره لا هم د ملي اردو مسوولین په دې اړه بیلابیل لیدلوري لري.
د پوځ مرستیال لوی درستیز جنرال مراد علي مراد، چې د کندوز په بیرته نیلو کې یې د امنیتي ځواکونو قومانداني پر غاړه درلوده وایي، د ښار دننه هغه کسان، چې د کندوز په سقوط کې یې ونډه درلوده مجازات شوي نه دي او لا هم له طالبانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
د مراد پر وینا، دا ډله د کندوز د بیا سقوط طرح لري.
که څه هم مراد علي مراد د دغو کسانو هویت نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي، چې د پوځ اړوند چارواکي دغه کسان پیژندلي او جنرال محي الدین غوري ته یې دنده سپارلې، چې له خپلې ډلې سره یوځای یاد کسان تر څارنې لاندې ونیسي.
د پوځ مرستیال لوی درستیز خبرداری ورکوي، که چیرې دغه کسان پر پلان شویو اقداماتو لاس پورې کړي کمانډو ځواکونه دنده لري، چې د شپې له خوا یې ښکار کړي.
هغه وايي، د ۲۰ مې فرقې قومندان ته يې دنده سپارلې، څو پر دغې موضوع کار وکړي.
په همدې حال کې د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي، کشفي څانګې په دغه ولایت کې پر کمزورۍ تورنوي او وایي، هغه کسان چې د کندز په سقوط کې یې لاس درلوده اوس په خپلو کورنو کې دي او د دغه ښار ثبات ګواښي.
د هغه پر خبره اوسمهال هم د کندوز وضعیت په سره کرښه ده او د ښار په شاوخوا کليو کې طالبان فعالیت کوي.
د کندز ولایتي شورا دغه غړی وایي، چې دمګړۍ امنیتي ځواکونه د کندز څلور دروازې ساتي، خو د دی ولایت په شاوخوا کې د ترهګرو ځپلو له پاره تراوسه هیڅ پوځي خوځښت نه دی لیدل شوی.