احمد ضیا مسعود: له دندې ګوښه کول به یې په کور دننه د جګړې لامل شي

په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی احمدضیا مسعود وايي، ولسمشر محمد اشرف غني هېڅ حق نه‌لري، چې دی له دندې ګوښه کړي.

نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال دا هم وویل، چې دا حکومت د یو مصلحت پر بنسټ رامنځته شوی او د ده له موجودیت پرته به حکومت نیمګړی وي.

احمدضیا مسعود زیاته کړه، دی له خلکو سره په مشورو بوخت دی او له ولسمشرغني يې هیله ده، چې د ده په اړه له خپلې پرېکړې تېر شي.

مسعود ولسمشر ته په خطاب کې وویل، سیاسي بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې ته دې زمینه نه برابروي او ولس نور د دې حالت د دوام تحمل نه لري.

دی وايي، "له دندې لرې کول به یې په کور د ننه د جګړې لامل شي."

ضیا مسعود په دې خبري غونډه کې دا هم وویل، چې د ده د لرې کېدا په اړه د ولسمشر د اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم مشوره نه‌ده شوې.

په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ګوښه شوی پخواني استازي زیاته کړه، چې دی د خپلې ګوښه کېدنې په باب هېڅ معلومات نه درلود.

یاده دې وي، چې تېره شپه د ارګ له لوري خبرپاڼه خپره شوه، چې احمد ضیا مسعود د ولسمشر د فرمان په اساس له‌دندې ګوښ شوی‌دی.

د افغانستان د چارو ادارې په رسمي پاڼه کې د احمدضیا مسعود د ګوښه کېدو خبر رسمي تایید شوی‌دی.

د چارو ادارې په خپلې پاڼې کې په ډېرو لنډو ټکو لیکلي: «د اساسي قانون د ۶۴مادې او ۱۳ مې فقرې پر بنسټ په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود له دندې د عزل کېدل منظور شو.»

په پاڼه کې د احمدضیا مسعود له دندې د لرې کېدو اصلي لامل او نورو په باب نور جزیات نه‌شته.

احمدضیا مسعود، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم پلوی و.

له بل لوري عطامحمد نور هم په‌دې اړه د حکومت پر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله نیوکې کړي او ویلي دي، چې ډاکټر عبدالله باید په دغه برخه کې د مسعود کورنۍ ته ځواب ورکړي.

هغه په خپلې فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې موږ د ډاکټر عبدالله غبرګون ته منتظر یو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام