خلیلزاد: د بندیانو د خوشې کولو بهیر ګړندی کړئ

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې د روژې میاشت طالبانو ته فرصت ورکوي چې د کورونا په حالاتو کې د بشري مرستو د رسونې لپاره اوربند ومني او د دغه روغتیايي بحران تر پایه پورې خپل عملیات، یرغلیز بریدونه او تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې افغان دولت او طالبان دې د بندیانو د خوشې کولو بهیر ګړندی کړي چې دا کار بين‌الافغاني خبرو لپاره لاره هواروي.

خليلزاد په داسې حال کې د بنديانو د خوشې کولو د بهير د ګړندي کولو خبره کوي چې تر اوسه پورې افغان دولت ۵۵۰ طالب بنديان خوشې کړي دي او په بدل کې يې طالبانو د دولت ۶۰ بنديان امنيتي ځواکونه خوشې کړي دي.

نوموړي زياته کړې چې ټولې خواوې دې خپله انرژي له کورونا سره پر مبارزې ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني د روژې مياشتې د مبارکۍ پيغام کې له طالبانو وغوښتل چې له کورونا ويروس سره د مبارزې لپاره په ټول هېواد کې اوربند وکړي؛ خو وسله‌والو طالبانو يې غوښتنه رد کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام