په کندوز کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
وروستي راوپورونه وايي چې د کندوز ولسوالۍ د دشتارچي ولسوالۍ قرلق سیمه طالبانو ونیوله.
پهدې سیمه کې له ۳۰ ډېر لوی او کوچني کلي موقیت لري.
د کندوز ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي د دې خبر په تایید سره وايي چې دا سیمه د خواجهغار او تاجکستان ترمنځ ستراتيژيکه نکته ده.
د هغه په خبره، د قرلق له سقوط سره له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ له کورونو کډوالې شوېدي.
د کندوز امنیه قوماندان عبدالباقي نورستانی وايي چې امنیتي ځواکونه ډېر ژر د دې سیمې د نیولو لهپاره عملیات پيلوي.
همدارنګه د کندوز په کلایزال ولسوالۍ باندې د طالبانو په برید کې بېګاه شپه ۱۰ محلي پولیس وژل شوي او ۱۶ ټپيان شوي.
د کنندوز د ولایتي شورا غړی امین ایدین سلام وطندار ته وايي چې طالبانو بېګاه په ډلهییز ډول د کلایزال ولسوالۍ د ملي او محلي پولیسو په پوستونو باندې بریدونه وکړل.
د ده په وینا، اوسمهال د دې ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر صفیالله مخزون پهدې ولسوالۍ باندې د طالبانو ډلهییز برید تاییدوي؛ خو د تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه وايي.