د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولانو نن د رڼو ټاکنو لپاره له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره په ګډه غونډه کې وویل چې کمېسیون غواړي د ټاکنو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي تګلاره بدله کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانامحمد عبدالله وویل چې د عامه پوهاوي په اړه د کمېسیون مخکینۍ تګلاره تر ډېره سوداګریزه وه او اړتیا ده چې ځینې بدلونونه پهکې راشي.
عبدالله دغه راز خبرداری ورکړ، که د ولسمشري په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون کوونکیو شمېر کم وي، د هېواد وضعیت به د کړکېچ خوا ته لاړ شي.
په غونډه کې د سیاسي ګوندونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو استازیو د ځینو وړاندیزونو په کولو سره له ټاکنو کمېسیون نه وغوښتل چې په بشپړ روڼوالي سره د ولسمشري ټاکنې وکړي.