ولسمشرۍ ته نوماند عبداللطیف پدرام نن په رسمي ډول په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه.
د نوموړي لومړی مرستیال احسانالله حیدري او دویم هم محمدصادق وردګ و چې نن په ګډه کمېسیون ته د نوملیکنې لپاره ورغلي وو.
د اساسي قانون د شپېتمې مادې له مخې، د ولسمشرۍ نوماند باید د نوملیکنې پرمهال د خپلو مرستیالانو نومونه هم ملت ته اعلان کړي.
په همدې حال کې ولسمشرۍ ته یو بل نوماند عبدالحکیم تورسن هم له خپل لومړي مرستیال محمدنادرشاه احمدزي سره د نوملیکنې لپاره د ټاکنو کمېسیون ته ورغلی و، خو کمېسیون د ده د دویم مرستیال د نه حاضرېدو له کبله نوموړي ته د نوملیکنې اجازه ور نهکړه.
عبدالحکیم تورسن وايي، دویم مرستیال یې شفیعالله قیصاري دی او اوس د خپلوانو جنازې لپاره قیصار ته تللی، خو په وینا یې بیاځلي به په ګډه کمېسیون ته راشي او د ولسمشرۍ لپاره به نوملیکنه وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسه د ولسمشرۍ لپاره ۷۳ کسانو معلوماتي کڅوړې اخېستي او د مهالوېش له مخې به د احتمالي نوماندانو د نوملیکنې لړۍ د مرغومي میاشتې تر ۳۰ مې دوام وکړي.