د هند پخوانی ولسمشر ابوبکر زین العابدین عبدالکلام مړ شو

د هندوستان پخوانی مسلمان ولسمشر ابوبکر زین العابدین عبدالکلام  تېره ورځ د (جولای په ۲۷مه) د هندوستان په ختیځ کې د تدریس پر مهال د زړه د حملې له کبله د ۸۳ کلونو په عمر ومړ.

عبدالکلام د هندوستان د اداري علومو په یو انسټیټیوټ کې د تدریس پر وخت راوغورځېد او سمدلاسه روغتون ته ولېږدول شو، خو له رسېدا مخکې په لاره کې مړ شوی و.

 عبدالکلام په هند کې د توغندیو د پلار په نامه مشهور و، دی د هغې علمي ډلې مشر هم و، چې هندوستان یې د اټومي وسلو څښتن کړ.

عبدالکلام په هندوستان کې لومړنۍ اتومي ازموینه په ۱۹۷۴ ز کال کې تجربه کړې وه.

د عبدالکلام پر مړینه نه یواځې هنديان خواشیني دي، بلکې کابو د نړۍ ټول هغه وګړي، چې له علم سره مینه نه لري د ده پر تشه خواخوږي څرګندوي.

د عبدالکلام په اړه جالب معلومات:

دی له کوم سیاسي حزب پرته په ۲۰۰۲ ز کال کې په غڅ اکثریت سره د هندوستان ولسمشر شو. 
د معلوماتو له مخې، ویل کېږي، چې عبدالکلام په بېلابېلو برخو کې د خپلو رسمي زده کړو په ګډون شاوخوا ۳۰ دوکتوراوې لرلې، خو د ۳۱ افتخاري دوکتورا لپاره یې د امریکا د یو پوهنتون غوښتنه رد کړه او ویې ویل، چې نه غواړي د دوکتوراوو شمېر یې ۳۰ واوړي.

نوموړی د هندوستان د تامیل نادو ایالت په یوې غریبې کورنۍ کې چې وړې کیښتۍ یې جوړولې؛ زېږېدلی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام