په هندوستان کې د ګرمۍ له امله د مړينې شمېره ۱۸۰۰ ته لوړه شوې ده

د هندوستان د ډېرو ایالتونو په کلیو کې د اوبو د کمښت او د ګرمې هوا د څپو د زیاتوالي له امله ۱۸۲۶ تنه وژل شوي دي.

د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې چارواکي د ګرمۍ څپې خورا 'شدیدي' ګڼي او وايي، چې دغه ګرمي به په راتلونکیو څو ورځو کې د هندوستان د ناډو نه نیولې تر هیماچل پردېش سیمو پورې وغځېږي.

په هندوستان کې زیاتره وګړي د اوبو د کمښت له امله وژل شول شوي دي، د سرچینو د معلوماتو له مخې یواځې د جمعې په شپه په تیلنګانا او اندهرا پردېش کې ۱۰۰ وګړي وژل شوي. اوسمهال په دغو سیمو کې د حرارت درجه ۴۳ سانتي ګریډ ده.

د مهاراشتر ایالت چارواکیو ویلي، چې په دغه ایالت کې د اوبو د اړتیا په لیدلو سره، د ټانکرونو په واسطه ۴۰۰۰ کلیو ته اوبه وړل شوي دي.

سره دې چې هوا ډېره ګرمه ده، خو بیا هم غریب او بې وسه وګړي اړ دي، چې د ورځ مزدورۍ له امله کار وکړي.

د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې تېره اونۍ ویلي وو، چې د حرارت په درجه کې ټیټیوالی نه لیدل کېږي، خو اټکل کېږي، چې په ۲ د جون باندې بارانونه پیلیږي او د موسم د بېرته ښه کېدلو امکانات شته دی.

د هندوستان په اندرا پرديش ایالت د می له ۱۸ نېټې نه تر د می تر ۲۸مې نېټې پورې ۹۰۰ وګړي وژل شوي وو.

په ګاونډي ایالت تیلنګانا کې د ۴۸ سانتي ګرید حرارت درجې له امله ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هندوستان کې هرکال د ګرمۍ په سخت موسم کې غریب وګړي د ګرمۍ د سختو څپو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام