د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي او حمایوي ادارې ویلي چې له هند نه د پنځوس موټره غنمو مرسته نن د نیمروز ولایت له «میلک» پولې نه را واوښتل.
تر دې مخکې په ډیلي کې د افغانستان سفارت ویلي و چې هېواد ته د هند له لوري د مرسته شویو غنمو د لومړنۍ جوپې د لېږد پروسه چې ۵ زره او ۲۲ ټنه غنم دي، پیل شوې ده.
ټاکل شوې هند له افغانستان سره ۷۵ زره ټنه غنم مرسته وکړي.
ولسمشر محمداشرف غني په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو او د ځینو ښارونو له کورنټین کولو وروسته ویلي و چې د هند د مرستې ترڅنګ به افغان سوداګرو ته د ۵۰ زره ټنه غنمو د پېرلو اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.