د هلمند غنم پاکستان ته قاچاق کېږي

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دغه ولایت کې د غنمو د حاصل اخیستو په موسم کې ترلاسه شوي غنم نورو هېوادونو، په تېره پاکستان ته وړل کېږي.

د دوی په وینا، یوشمېر کسان دغه غنم له کروندګرو پېري او بیا یې له ناقانوني لارو پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږدوي.

د هلمند اوسېدونکي وايي چې بهر ته د غنمو قاچاق لامل شوی چې دلته یې بیې لوړې شي او که محلي مسوولان یې مخه ونه نیسي، دغه ولایت به د غنمو له کمښت سره مخ شي.

په هلمند کې یو اقتصادي کارپوه لعل‌محمد صفا وايي، افغانستان اوس غنمو ته اړتیا لري او نورو هېوادونو ته یې لېږدول به هلمند د غنمو له کمښت سره مخ کړي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو هم پاکستان ته له دغه ولایت نه د غنمو قاچاق مني، خو وايي چې د مخنیوي لپاره یې د کرنې او مالیې وزارتونو، امنیتي ادارو او د ګمرکونو معینیت ته خبر ورکړی او ځینې اقدامات هم شوي دي.

د هلمند د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۱۵ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکې غنم کرل شوي او د اټکل له مخې به ۴۴۳ زره ټنه حاصل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هر کال د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره له نورو هېوادونو نه لسګونه زره ټنه غنم راواردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام