د فساد پروړاندې د ولسي بهیر په نوم بنسټ وايي، چې نوي حکومت ته يي په لومړیو سلو ورځو کې وړاندیز کړی و، چې په نوې کابینه کې دې پخوانیو وزیرانو ته ځای نه ورکوی.
د دغه مدني بنسټ غړې سیما غني نن په کابل جوړې شوې غونډې ته وویل، حکومت نه دی توانېدلی چې په ځېنو برخو کې د فسا پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي.
آغلې غني زیاته کړه، چې د ملي یوالي حکومت په لومړیو کې ژمنه کړې وه، چې پخوانيو وزیرانو ته به لوړې چوکۍ نه ورکوي، خو اوس یو شمېر پخواني وزیران والیان دي او یاهم په نورو لوړو څوکیو دندې اجرا کوي.
د غه بنسټ "ایا د فساد پر وړاندې د ملي یوالي حکومت له کړنو خلک خوښ دی کنه؟" تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه.
دغه ولسي بهیر وايي، چې تر اوسه د ملي یوالي حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه پڅه روانه کړې ده.
"قضاوت خلکوته پرېږدو، خو موږ چې کوم لومړیتوبونه ورکړي و، حکومت نه دی توانېدلی، چې پر هغې کار وکړي."
د فساد پر وړاندې ولسي بهیر وايي، چې اوس مهال فساد په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې دود شوی دی.
په همدې اړه د چارو شنونکي وايي، چې د فساد ورکولو لپاره پیاوړي سیاسي هوډ ته اړتیاده.
شنونکي هم مني، چې له تېرو ۱۳ کلنو راهیسې فساد په هېواد کې په یو ډول دود بدل شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکی اکبرجان فولاد وايي، چې په حکومت کې ځېنې کړۍ هڅه کوي، هغه ځایونه په خپله ولکه کې کړي، چې پراخه عاید ولري.
د ده په وینا د همدې خلکو خپل – خپلوان په داسې عایداتي پوسټونو کار کوي، چې د پيسو ۲۰ سلنه دولت او پاتې ۸۰ سلنه خپل جېب او شریکانو ته بېلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څارنې لاندې د تدارکاتو کمېسیون په هرو دوو اونیو کې خپل راپور له رسنیو سره شریکوي.
د دغه کمېسیون دنده د وزارتونو په ټولو قراردادونو غور او څېړنه کول دي.