د روښنایۍ غورځنګ ټپیان: له تېرې ورځې ترخې خاطرې لرو

د تېرې ورځې د پېښې یو شمېر ټپيان چې په استقلال روغتون کې تر درملنې لاندې دي اوس یې روغتیايي حالت ډاډمن دی.

دغو ټپیانو سلام وطنداته وویل، چې ډېر عزیزان یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړي دي.

رسمي شمېر په ډاګه کوي، چې د تېر ورځې په ځانمرګو بریدونو کې د روښنایۍ غورځنګ له ۸۰ ډېر غړي ووژل شول او شاوخوا ۲۳۱ نور ټپيان شول.

د استقلال روغتون رییس داکټر محمد صابر نصیب سلام وطندار ته وویل، له پرونۍ پېښې یې ۸۸ ټپيان او ۱۷ مړي دغه روغتون ته ور وړي دي.

دی وايي، چې ځېنې ټپیان یې سم لاسي د کابل ښار اختصاصي روغتونونو ته ولېږدول.

محمد لطیف د پروني لاریون ټپي دی.

دی وايي، چې تېره ورځ یې له خپلې مېرمنې او اولادونو سره په لاریون کې ګډون کړی وو.

محمد لطیف کیسه کوي، چې د لاریون په وخت کې یې زوی تږی شوی و او په اوبو پسې یې ولېږلو.

د ده، په خبره له مېرمنې سره یې د زوی په تمه ناست وو، چې چاودنه وشوه او دوی د خپل زوی په لټه کې شول ورپسې دویمه چاودنه و شوه، کله چې په هوش راغلو په روغتون کې و.

نوموړی د لاسونو او پښو په برخه کې ټپي شوی دی او وايي، چې له خپله زویه خبر نه لري.

لیلا چې د محمد لطیف مېرمن ده، وضعیت یې ښه نه دی.

دغه ټپي شوې مېرمن وايي، زوی ته په تمه وه، ناڅاپه چاودنه وشوه او بیا له حالاتو نه ده، خبره شوې، خو چې را په حال شوه په روغتون کې بستر وه.

د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل محمد سالم هم د پروني برید له ټپيانو دی.

سالم وايي، له ازموینې وروسته د خپلو غوښتنو په پاره لاریون ته راغلی و.

دی کیسه کوي، د لاریون پر مهال د ونې سیوري ته ناست و، چې چاودنه وشوه؛ ښیښې ماتې شوې او د سر په برخه کې ټپي شو، خو اوس یې حالت ښه دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دهمزنګ له برید وروسته په ټول هېواد کې د یک شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام