نوبل جایزې ته د افغان نجونو بایسکل ځغاستې ټيم احتمالي نوماندي

د راپورونو پر بنسټ د سولې نوبل جایزې احتمالي نوماندانو په ډله کې د افغانستان د بایسکل ځغاستې ښځينه ټیم هم د ایټالیا د پارلمان له خوا د جایزې اخیستلو له پاره معرفي شوي.

د دغې جایزې د احتمالي نوماندانو په ډله کې د امريکا د استخباراتي ادارې پخوانی کارکوونکی اډوارډ سنوډن، د نړۍ د کاتولیکانو رهبر، د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغاستې ټيم، هغه یزیدي ښځه، چې د د داعش له منګلو تښتېدلې وه او نور هغه کسان، چې د نړۍ په سوله کې اساسي رول لوبولي شامل دي.

د راپورونو پر بنسټ د ایټالیا هېواد د پارلمان ۱۱۸ غړیو یو اوږد لیک لاسلیک کړی او د دغه لیک په ترڅ کې يې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د بایسکل ځغاستې فدراسیون دې د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شي.
د ایټالیا د مشرانو جرګې مرستیال د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، بایسکل په افغانستان کې یوه خورا عامه، ارزانه او دوامداره ترانسپورټي وسیله ده، چې چاپېریال ته تاوان نه رسوي.

همدارنګه د ایټالیا د مشرانو جرګې مرستیال زیاته کړې، چې د دغو ټولو دلایلو په خاطر پکار ده، چې د نوبل د ۲۰۱۶م ز کال د سولې جایزه د افغانستان بایسکل ځغاستې د نجونو فدراسیون ته ورکړل شي.
د نوبل جایزې له پاره ټاکونکې کمېټه هر کال د ناروې په پلازمینه اسلو کې له شاوخوا ۲۰۰ بنسټونو څخه با اعتباره نوماندان جذبوي، چې د هغوی اسناد بیا د ۵۰ کلونو له پاره پټ ساتي.

د  نوماندانو نوملړ له نهايي کېدو وروسته د فبرورۍ په لومړۍ نيټه د ۵ کسیزې کمېټې په واسطه د دغو نوماندانو لنډ لیست ترتیبیږي.

وروسته له خورا مشورو وروسته بیا دغه جایزه یو شخص یا یوې ډلې ته ورکول کيږي.

د نوبل د سولې جایزه د نوبل له پنځو جایزو شمېرل کيږي، چې د سویډني صنعت ګر او مخترع الفرد نوبل له خوا منځ جوړه شوې.

دغه جایزه د لومړي ځل له پاره په ۱۹۰۱م ز کال ورکړل شوه.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام