فراه کې د ملي اردو يوه هلي‌کوپټره لوېدلې

د فراه ولايت د ولايتي شورا غړی خيرمحمد نورزی سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه هلي‌کوپټره لوېدلې ده.

د نوموړي په وينا، ياده هلي‌کوپټره کې د ملي اردو سرتېرو ته اکمالات کېدل چې د بېرته راتلو پر مهال د تخنيکي ستونزې له کبله لوېدلې ده.

نورزی زياتوي، سيمې ته مرستې لپاره امنيتي مرستندويه ځواکونه رسېدلي دي.

د مسوولانو د معلوماتو له مخې په تېرو ۲ کلونو کې دا درېيم ځل دی چې په دې ولايت کې د ملي اردو هلي‌کوپټره لوېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام