وسله‌والو په کندوز کې د عُشر پر سر ۴ وروڼه وژلي او یو یې ټپي کړی

غیرمسوولو وسله‌والو د کندوز ولایت په خان‌اباد ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ وروڼه ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د خان‌اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عبدلظاهر سلام وطندار ته وویل، چې دا پېښه پرون ورځ ناوخته مهال د دې ولسوالۍ په «عرب قدق» سیمه کې داسې مهال شوې‌ده، چې غیرمسوولو وسله‌والو کسانو غوښتل له دې خلکو نه د ځمکو د حاصلاتو عُشر واخلي؛ خو هغوی یې په مقابل کې مخالفت وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه، چې د نښتې په پایله کې ۴ وروڼه ووژل شول او یو ټپي شو او بله‌خوا ۲ تنه غیرمسوول وسله هم ټپیان شول.

د خان‌اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان همدارانګه وویل، چې غیرمسوول وسله‌وال د «متینک»  په نامه یو سیمه‌ییز غیرمسوول قوماندان پورې اړوند دي، چې له سیمي تښتېدلي دي.

د ده په خبره، دا کسان مخکې هم په ورته جرمونو اخته وو او له پولیسو تښتېدلي وو.

د خان‌اباد د امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې، په‌دې ولسوالۍ کې له ۱۷۰۰ نه زیات غیرمسوول وسله‌وال موجود دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام