د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستان يوې نظامي الوتکې بيړنۍ ناسته کړې

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیو ته ویلي، چې نن پنجشنبه(جولای ۴مه) مخکې له ماسپښينه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستان یوې نظامي الوتکې بېړنۍ ناسته کړې.

د راپورونو پر بنسټ دغه الوتکه د ازرې ولسوالۍ سویل ختیځو سیمو په ۴۰ کیلو مترۍ کې ناستې ته مجبوره شوې.

صالح زیاتوي، چې په دغه الوتکه کې ۶ سپاره کسان ټپیان شوي او اوسمهال د قومي سپين ږیرو سره خوندي دي.

خو له بل لوري  بیا د ازرې ولسوال حمیدالله حمید د پیښې پخلي ترڅنګ سلام وطندار ته وویل چې په دې چولکه کې له عملې سره ټول شپږ کسان سپاره وو چې دده پروینا شپږواړه ټپیان شوي او اوس طالبانو له ګډي سیمې، سپین جومات سیمې ته لیږدولي دي.

په دې اړه تراوسه د پاکستان د بهرنيو چارو او یا هم دفاع وزارتونه څه نه دي ویلي.

همدارنګه دا هم نه ده روښانه شوې، چې دغه نظامي الوتکه د افغانستان په خاوره کې څه کاوه او ولې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه؟

اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسيدلي او په دې اړه یې څېړنې پېل کړې دي.

د لوګر د والي ویاند ویلي، چې په دې اړه نور جزیات به له څېړنو وروسته له رسنیو شریک کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام