د قطر امیر له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې هېواد یې د افغان سولې لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني پرون له ولسمشر محمداشرف غني سره پر سولې خبرې کړي او په دې پروسه کې یې د همکارۍ خبر ورکړی دی.
خبرپاڼې د قطر د امیر له خولې لیکلي چې نوموړي له طالب استازیو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې نننی افغانستان د دوو لسیزو مخکې هغه نه دی. هغه له طالبانو غوښتي چې د افغانستان نننی واقعیت ومني او خلکو ته یې درناوی وکړي.
د قطر امیر د دغو ټیلیفوني خبرو پر مهال ټینګار کړی چې طالبان هم ځینې غوښتنې لري او په بینالافغاني خبرو اترو کې باید پرې بحث وشي.
خبرپاڼې د قطر د امیر له قوله لیکلي: «د افغانستان نوي واقعیتونه دا دي چې دغه هېواد اوس یو مشروع منتخب حکومت لري او طالبان باید ومني چې افغان دولت د خپل ملت استازولي کوي او د هغوی جدي او مشروع غوښتنې کوي.»
ولسمشر غني ویلي، که اړتیا شوه، د سولې پروسې په اړه به له قطر هېواد سره خبرې وکړي.
قطر، هغه هېواد دی چې له تېرو اته کلونو راهیسې یې په رسمي ډول طالب استازیو ته په خپل هېواد کې دفتر پرانېستی دی. د طالب ډلې استازیو د یاد دفتر د پرانېستې پر مهال ویلي وو چې له اشغال نه د افغانستان اېستل د دې ډلې «دیني مسوولیت» ده.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هغه مهال د خبرونو سرټکی وګرځېده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یاد دفتر کې له طالب استازیو سره د سولې مخامخ خبرې اترې پیل کړې.
اړوند مطالب:
د ټرمپ او ملا برادر ټيليفوني خبرې