د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د داعش د حضور په باب د ملګرو ملتونو وروستی راپور له حقیقت سره سمون نه خوري.
د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنيو ته د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان استخباراتي معلومات د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې د داعش د حضور خبر ردوي.
ياده دې وي، چې پر القاعدې ډلې د ملګرو ملتونو سازمان د نظارت څانګې په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې د داعش وسله والې ډلې د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې حضور لري او اوسمهال د تبلیغ او د کسانو په جلبولو اخته دي.
همدارنګه په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې وروستيو کې ۷۰ تنه د سوريې او عراق څخه افغانستان ته د تروریستي فعاليتونو له پاره راغلي.
خو د کورنيو چارو وزارت ویاند وايي، چې د داعش حضور يواځې په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې تثبیت شوي دي.
صديقي زیاتوي، چې په افغانستان کې د داعش حضور د اندېښنې وړ دی.
هغه له نړېوالو ټولنو غواړي، چې د دغې ډلې د رېښو له منځه وړلو له پاره باید له افغانستان سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د نظامي چارو کارپوه جاويد کوهستاني وايي، چې که د داعش ډلې مخه ونه نيول شي، نو دغه ډله به د افغانستان له پاره په یو سرخوږی بدل شي.
نوموړی زياتوي، چې دغه ډله غواړي په افغانستان کې ځانته د روزنې مرکزونه جوړ کړي.
د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخندزاده وايي، چې له سوريې او عراق څخه ترهګر نه، بلکې له افغانستان څخه ډلې ډلې د دغې شبکې سره يوځای کيږي.
د کورنيو چارو وزارت ویاند په وينا، د افغانستان د ملي امنيت لوی ریاست له داعش ډلې سره د مبارزې له پاره ځانګړې قطعه جوړه کړې، څو وکولی شي د دغې ډلې سره جدي مبارزه وکړي.
د معلوماتو پر بنسټ د وروستيو عملياتو په نتيجه کې شاوخوا ۳۰۰ تنه د داعش ډلې جنګيالي يواځې په ننګرهار کې وژل شوي دي.





