د سولې شورا: د پګواش پر غونډې باور نه لرو

د سولې عالي شورا لوړ پوړي مسوولین وايي، که چېرې پر وسله والو طالبانو نظامي فشارونه زیات نه شي، نو د پګواش په شان غونډې نه نتیجه ورکوي او نه هم دوی پر دا شان غونډو باور لري، چې ګني په افغانستان کې به يې له امله د دایمي سولې او ثبات خاوند شي.

د پګواش په نوم نړیوال بنسټ په پام کې لري راتلونکې اوونۍ د ځینو افغان ډلو او ځانګړو کسانو ترمنځ "افغانستان کې د سولې محوریت" تر سرلیک لاندې غونډه په اسلام اباد کې جوړ کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم سلام وطندار ته وویل، ترهغو چې طالبان د فشار له لارې حکومت سره د سولې خبرو اترو ته چمتو نه شي د پګواش په شان بنسټونو غونډې هیڅ ګټه نه لري او باید تمه ترې ونه شي.

د سلیم پر وینا، طالبانو تراوسه د افغان سولې خبرو اترو ته د یوې طرحې په توګه فکر نه دی کړی.

همدارنگه له دې وړاندې هم ځينې د سياسي چارو کارپوهان هم په خپلو څېړنو کې پر طالبانو د نظامي فشار راوستو پلوي کوي.

دوی وايي، چې وسله وال طالبان د نظامي فشار په نتیجه کې سولې خبرو اترو میز ته حاضرېدای شي.

ویل شوي په دې غونډه کې ډاکتر فاروق وردګ، انورالحق احدي، ضیاالحق امرخیل، روح الله وکیل، خلیل الله ساپی او یو شمېر سیاسي څېرې د افغانستان په استازیتوب او په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند، د ای اس ای پخوانی رېیس اسد درانی، عزیز خان او یو شمېر نورې سیاسي څېرې د پاکستان په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون وکړي.

تردې مخکې هم پګواش بنسټ په قطر، متحده اماراتو، فرانسې او ځینې نورو هیوادو کې د افغان سولې په اړه غونډې جوړې کړي وې چې د شنونکو په اند هغو غونډو په هیواد کې د سولې ټینګشت سره مرسته ونه کړه.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام