
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې ولسمشرغني په خوست ولایت کې د پوهنتون له ځېنو استادانو او ښوونکیو سره په لیدنه کې ویلي، افغان حکومت پتېیلې چې په راتلونکیو کلونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاغې غاړې اوسېدونکیو ته هم برېښنا ورکړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دا برېښنا به د خوست، پکتیا او ننګرهار له لارې هاغې غاړې ته ولېږدول شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر دا خبره د پاکستان له لومړي وزیر شاهدخاقان سره هم شریکه کړېده.
د خبرپاڼې په حواله، د خوست د پوهنتون او ښوونځیو استادانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ فرضي کرښې کې پرتو سیمو ته پام زیات کړي.
افغان حکومت پهداسې حال کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاغې غاړې ته په راتلونکي کې د برېښنا د ورکړې خبره کوي چې پهخپله د افغانستان د پلازمېنې برېښنا له تاجیکستان او اوزبیکستان نه راوارده شوېده او د ژمي په موسم کې د کمښت او یا د پرې کېدلو له امله د پلازمېنې ډېری برخې د برېښنا له ستونزو سره مخ وي.





