د حکومت لاسته راوړنه: د بروکسل په ناسته کې له ۱۵ میلیارډو ډالرو زیاتو مرستو جلبول

د بلجیم پلازمينې بروکسل کې د نړۍ مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د یوې لويې غونډې په ترڅ کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره ټولټال ۱۵،۲میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان فساد سره د مبارزې، اقتصادي ودې او بشري حقونو برخه کې پرمختګ کړی دی، خو ټینګار يې وکړ، چې دغه هېواد اوس هم د نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان رغوونکي سیاست ته ژمن نه دی او افغانان د سولې راوستو ظرفیت لري.

همدارنګه د نړۍ پراختیايي برخه کې د اروپايي ټولنې کمیشنر نیوین میمیکا د مرستو دغه کچه خورا د پام وړ وبلله.

له بل لوري د بروکسل غونډې وړاندې داسې اوازې وې، چې ښايي له افغانستان سره د یوه کال له پاره د ۳ میلیارډو ډالرو مرستو ژمنې وشې، خو نتیجه يې برعکس شوه او ځينې کارپوهان دا د افغان حکومت یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

ولسمشر غني وویل، چې تر راتلونکو ۳ کلونو پورې به افغانستان کې د اوبو د کنټرول او د بندونو پروژې پلي کړي.

له بل لوري له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې وه، چې تر راتلونکو۵ کلونو پورې به افغانستان کې ۲۱ د اوبو بندونه جوړ کړي.

د جاپان هېواد د پناه غوښتونکو او په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو له پاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو تر څنګ افغانستان کې د پرمختیا له پاره د نورو ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

همدارنګه ترکيې هېواد هم ۶۰۰ میلیونه ډالرو مرستو وعده وکړه.

 پاکستان ۵۰۰ میلیونه، سعودي عربستان ۱۰۰ میلیونه او ډنمارک به په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره ۲۶۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

دغه راز ناروې هېواد ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د څلورو کلونو په مودې کې هر کال د ۷۸ میلیونو ډالرو مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون غونډې ته وینا کې وویل، چې د نړۍ حکومتونه باید په افغانستان کې د بې وزلۍ له منځه وړلو او سولې په برخو کې د مرستو ترڅنګ افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

یاده دې وي، چې د بروکسل په کنفرانس کې د نړۍ مرستندویه هېوادونو د مرستو دغه کچه د ۲۰۱۲ م ز کال توکیو کنفرانس له مرستو لږ توپیر لري.

په توکیوکنفرانس کې هر کال له افغانستان سره د ۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام