د تخار مدني فعالان وايي، چې حکومت او په ولسي جرګه کې د دوی استازي د دغه ولایت اوسيدونکو راتلونکي ته جدي پاملرنه نهکوی.
دوی وايي، چې همدا اوس دوی له اساسي لومړیتوبونو بېبرخې دي، خو دوی له خپلو څوکو په ناوړه ګټه اخیستنو مصروف دي.
ددغې غونډې یو تن سمبالونکی حفیظ اخګر وايي، چې د تخار اوسیدونکو اولادونه په پرانیسته فضا او بدو شرایطو کې زدهکړې کوي.
دوی په کوکچې ولسوالۍ کې د سرک نهشتوالی د تخار د اوسیدونکو له سترو ستونزو بولي.
د اخګر پروینا، د تخار استازو د خلکو له رایو ناوړه ګټه اخیستې او خپل وخت په بهرنیو هیوادونو کې تیروي، چې د خلکو د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلي دي.
د هغه پر خبره، اوسمهال د دوی اساسي ستونزه، چې د برېښنا نهشتوالی دی چا ورته جدي کار نه دی کړی.
د تخار ولایت مدني فعال جمیل کوثر غونډې ته وویل، چې د امنیت، کار نشتوالی او خرابو واټونو د تخار ولایت اوسېدونکي اندیښمن کړي دي.
د کوثر پر وینا، په تیرو ۱۵ کلونو کې د سرک جوړونې په برخه کې د تخار استازو هیڅ راز د پام وړکار نه دی کړی.
خو ولسي جرګې کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي پراختیايي پروژو ته د وکیلانو نه پاملرنه ردوي او زیاتوي، چې دوی د پراختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې تر خپل توان هڅې کړي.
د میرمن کوفي پروینا، د زیاتو ولایتونو په پرتله تخار پرمختګ کړی دی.
کوفي وايي، چې د ټولګتو، کلیو پراختیا او بیارغونې وزیرانو له خوا د پراختیايي بودیجې نه لګول له هغو لاملونو دي، چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې ولسوالۍ د بریښنا ستنو او قیر سرکونو بېبرخې دي.
د میرمن کوفي پروینا، د تخار خلک دې د حکومت کمکاري پر وکیلانو نه ورتپي.
د تخار د خلکو استازې زیاته کړه، چې دوی هڅه کوي راتلونکی کال په تخار کې زیاتې پروژې پلي کړي.
له دې ټولو سره سره، د تخار مدني ټولنې فعالانو د غونډې په پای کې وویل، چې که په ولسي جرګې کې د تخار ولایت استازي د دوی غوښتنو ته پام ونه کړ خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي.