د بیان ازادي باد یووړه؛ صالح ۷ کسان څارنوالي ته ور وپېژندل

ځینو منتقدینو ته د زرغون بهیر د مشر او د دولت جوړونکي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح له خبرداري پوره یوه میاشت او څو ورځې وروسته چې ویلي یې و: «د شک او ګمان پر اساس نورو ته بې‌حرمتي او بد ویل، ستاسو اخروي او دنیوي قضیه غښتلې کوي.» په تازه مورد کې د زرغون بهیر یو شمېر کسان پر صالح د نیوکو له کبله لویې څارنوالي ته ور پېژندل شوي دي.

د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي سلام‌وطندار ته وویل، زرغون بهیر ۷ کسان د ښاغلي صالح فېسبوکي راپورونو کې د سپکاوي په تور دغې ادارې ته ور پېژندلي دي.

د رسولي په وینا، د هېواد د نافذه قوانینو او د جزا کوډ پر بنسټ سپکاوی او بې‌حرمتي جرم شمېرل کېږي او په همدې دلیل موضوع د لویې څارنوالي تر څېړنې لاندې نیول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مشر عبدالمجیب خلوتګر وايي، د صالح وروستي اقدامات د بیان له ازادۍ سره د استخباراتي چلند په مانا دی او دا کار د هېواد د اساسي قانون خلاف دی.

د خلوتګر په وینا، کله چې نیوکه او نیوکې د خلکو په مزاج ښې ونه لګېږي، نیوک‌ګر باید د رسنیو د تخطیو کمېسیون ته ور وپېژندل شي چې یاد کمېسیون د موضوع په اړه وروستۍ پرېکړه لویې څرنوالي ته واستوي.

د دې ترڅنګ د مجازي شبکو یو شمېر کارونکیو هم د امرالله صالح پر دغه ګام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ښاغلي صالح خپل فېسبوکي پوسټ ته د اقتصاد وزارت د یوه کارکوونکي د انتقادي نظر وړاندې کولو په خاطر، لویه څارنوالي له یوه کارکوونکي پوښتنو کولو ته اړ کړې ده.

د اقتصاد وزارت کارکوونکي د ښاغلي غني له معاونیت وړاندې او وروسته د امرالله صالح د سیاسي دریځ بدلولو له کبله هغه بې‌شرمه بللی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام