د غور ولايت د اوسېدونکو د اعتراضونو په دوام، نن سهار هم د دې ولایت سلګونه اوسېدونکي د ۱۳۹۹ کال مالي بوديجه کې د برېښنا بند او مرکزي لویې لارې د جوړېدو په نظر کې نه نیولو له کبله اعتراض وکړ او د ټولو دولتي ادارو دروازې او د دې ولایت بازار یې وتاړه.
د غور معترضان ګواښ کوي، ترڅو یې چې قانوني غوښتنو ته رسېدنه ونه شوي خپلو مدني اعتراضونو ته دوام ورکوي او هېڅ دولتي مامور ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د ياد ولایت یو شمېر عالمانو چې په دې اعتراض کې یې ګډون کړی د مرکزي حکومت چارواکي د دې ولایت د خلکو د غوښتنو په وړاندې په نه پاملرنې تورنوي او وايي، حکومت د ۱۳۹۹ کال د بوديجې سند کې د غور د اوسېدونکيو په حق کې بې عدالتي کړې ده.
.jpg)
دوی هم ګواښ کوي چې د غور ولایت د اوسېدونکيو غوښتنو ته د نه رسېدنې په صورت کې خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکوي او له دې ولایته د ماليې وزارت استازي وباسي.
د غور والي غلام ناصر خاضع د دې ولایت د اوسېدونکيو اعتراض برحقه ګڼي او وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال بوديجه کې یوازې د مرکزي لویې لارې ۱۰ کیلو مټره د سړک رغېدل په پام کې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې نن د ۱۳۹۹کال د بوديجې سند تصویب کړ. د راتلوونکي مالي کال بوديجه ۴۲۸ میلیاردو ۳۸۰ میلیون افغانۍ ده چې ۲۸۹ میلیارده یې عادي او نږدې ۱۳۹ میلیارده یې پراختیایي بوديجه ده.





