د بشري حقونو دفتر د طالبانو لیکو کې د کمکیو ځوانانو په موجودیت اندېښنه ښيي

د غور ولایت د بشري حقونو ولایتي دفتر رییس ذبیح الله جواد سلام وطندار ته وویل، د ناامنیو زیاتېدل، د نامسوولو وسله والو فعالیت، خراب اقتصادي حالت او د ماشومانو له حقونو د کورنیو ناخبري د دې لامل شوي، چې یو شمېر تنکي ځوانان د وسله والو ډلو له خوا لیکو ته ورجذب شي.

د جواد پر وینا، داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې وسله والو طالبانو او نامسووله قوماندانانو په ناامنو سیمو کې کمکي ځوانان د سرتېرو په نوم خپلو لیکو ته وربولي.

په دې اړه د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، طالبان او نامسووله قوماندانان، چې شمېر یې شاوخوا ۴ زرو ته رسیږي، له کمکیو ځوانانو د سرتېرو په توګه کار اخلي.

خطیبي وايي، دغه کار تر ډېره په هغو سیمو کې کېږي، چې د دولت له واکه وتلې دي او دوی هڅه کوي، د طالبانو او د نورو وسله والو ډلو ليکو ته د ځوانانو ورتګ مخه ونیسي.

په همدې حال کې د غور ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس ګل احمد عثماني وايي، د سرتېرو په توګه د تنکيو ځوانانو جلب او جذب د دې لامل کېږي، چې د ټولنې دغه برخه خپله جسمي او فکري وده له لاسه ورکړي.

د عثماني پر وینا، د عامه پوهاوی د پرګرامونو له لارې یې د امنیتي سرتېرو په توګه د کم عمره ځوانانو له جذب مخنیوی کړی او د دغه ولایت له ۲ زرو زیاتو ماشومانو ته یې پیغام لېږلی، چې د وسله والو په لیکو کې د هغوی جذب دوی ته څومره ګواښونه او زیانونه وراړوي.

له دې مخکې غور ولایت ته د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو د موجودیت په اړه له مرکز کابله یو پلاوی ورغلی و، چې له څېړنې وروسته یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو موجودیت په اړه هېڅ ترلاسه نه کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام