د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک کېدو یوه ورځ وروسته یو شمېر کورنیو او بهرنیو سازمانونو او دغه راز ځینو هېوادونو او پخوانیو امرکیايي چارواکيو په دې اړه غبرګونونه ښودلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رييسې شهرزاد اکبر په یوه ټوېټ کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه په افغانستان کې د دایمې سولې ټینګېدو سبب نهشي.
نوموړې د افغان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې ستایلي خو وايي، دغه هڅې ماتېدونکې دي.
دغه راز د برېټانیا دولت هم ویلي چې باید د افغانانو ترمنځ خبرې په مانا لرونکې بڼه ترسره شي. د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب له رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره سیاسي ډیالوګ او خبرې دي.
همدارنګه د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له طالبانو سره هوکړه به امریکايي ملکیانو ته نه جبرانېدونکي خطرونه پېښ کړي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جېمز کنینګهم ویلي چې د افغانستان په ګډون له جګړې سره مل هېوادونو نه د امریکايي سرتېرو ایستل د ولسمشر ټرمپ له سترو کمپایني شعارونو نه وو.
په دې تړاو:
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شوه
اعلامیه؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو وخت په ډاګه شو
غني: له طالبانو سره هر ډول هوکړه، مشروطه ده
کنینګهم له رسنیو سره په خبرو کې دغه راز ویلي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تړاو د راپورته شوي کړکېچ هوارول د افغانانو ترمنځ د خبرو پيلولو لپاره حتمي دي او باید افغان سیاستوال شرایطو ته په کتو له یو بل سره متحد او یو موټی شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړهلیک په اړه غبرګون کې ویلي چې امریکا د افغانستان د راتلونکې په اړه د سولې د هوکړې لاسلیکولو لپاره حقوقي موقف نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې منځ ته راتلای شي.
په ورته حال کې د بامیانو او بلخ ولایتونو یو شمېر اوسېدونکيو هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړه لیک هرکلی کړی، خو ټینګار کوي چې نه باید د سولې په نوم معامله وشي.
دغه راز د افغان ښځو شبکې هم نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یوې اعلایمې د خپرولو له لارې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي استازي ملا عبدالغني برادر څرګندونې د اندېښنې وړ بللې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب مرکچیانو سره تر ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته، پرون افغانستان ته د سولې راوړلو په نوم تړون د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برارد سره په دوحه کې لاسلیک کړ.
په دې تړاو: