د ټاکنیزو کمېسیونونو غړی به ډېر ژر معرفي شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني لارښوونه کړې، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو غوراوي کمېټه دې ژر تر ژره خپل کار پیل کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، چې د غوراوي کمېټې کار پیل له پاره لومړني تدبیرونه نیول شوي او د دې کمېټې کار له پیل وروسته تمه کېږي، چې د ټاکنو او شکایاتو کمېسیونونو کمېشنران هم معرفي شي.

مرتضوي زیاته کړه، د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه ستونزې لرې شوي او د ټاکنو نېټه د کمېسیونونو نوي غړي اعلانوي.

دغه راز، د ولسمشر مرستیال ویاند وویل، د ټاکنیزو حوزو امنیت په هکله هم خبرې شوي او د ټاکنو مالي لګښت برابرولو په اړه کار کوي، چې یو څه لګښت يې افغان حکومت ورکوي او نور به له نړیوالې ټولنې ترلاسه شي.  

د مرتضوي پروینا د افغانستان تېرو ټاکنو تجربوته په کتو به د درغلیو مخنیوی وشي.  

د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، د نفوسو احوالو ثبت قانون هم توشح شوی او ولسمشر او اجرایوي رییس يې د تطبیق په اړه خبرې کوي.

دی وايي، کله چې د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي د اساسي قانون لویه جرګې ته زمینه برابریږي، ځکه چې د لویې جرګې یوه برخه غړي د ولسوالیو شوراګانو غړي جوړوي او له هغه پرته لویه جرګه نه شي جوړې دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام