د افغانستان بانک لومړي مرستیال وحیدالله نوشېر سلام وطندار سره په خبرو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د لوړېدو پر څلورو لاملونه خبرې وکړې.
ښاغلي نوشېر وویل، لومړی دا چې ډالر په نړیوال کچ د نورو پیسو پر وړاندې یو څه لوړشویدي. ده زیاته کړه، ډالر د تېرکال په پرتله د ایراني تومان په مقابل کې ۱۶اعشاریه ۵۵، د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې ۵ اعشاریه ۹ او د افغانۍ په مقابل کې ۳ اعشاریه ۶ سلنه لوړ شویدی.
ښاغلي نوشېر د دویم لامل په افغانستان کې د وارداتو او صادراتو ترمنځ د ډېر واټن رامنځتهکېدل، د درېیم هغه په یادولو سره یې په تېرمالي کال کې د حکومت نږدې ۶۸ سلنه پراختیایې بودیجې لګول او بازار ته د ډېرې افغانۍ راوتل دي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال په بازارونو کې د یو پر ځای له ډېرو اثارو د ښکته پورته کېدل د څلور لامل په توګه یاد کړ او په ټینګار سره یې وویل، دا ټول هغه لاملونه دي چې افغانۍ یې د امریکایي ډالرو پر وړاندې راټیټه کړېده؛ خو د افغانستان بانک مرستیال وایي چې دوه لاملونه، لکه بازارانو ته د ډېرو افغانیو رایستل به ډېر ژر بند شي او دا به په راتلونکیو دوو اوونیو کې افغانۍ بېرته خپل پخواني حالت ته یوسي.
خو دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د ډالرو بیه د افغانیو پر وړاندې یو څه لوړه شوېده چې د ځېنو خوراکي توکیو په نرخونو یې هم اغېز کړیده. د افغانیو له راغورځېدو سره د کابل په بازارانو کې د یوې بوجۍ وړو په بیه کې ۵۰ افغانۍ، د یو ټیم غوړیو په بیه کې ۶۰ افغانۍ او د وریجو په یوې بوجۍ کې ۳۰۰ افغانۍ لوړوالی راغلی دی.
هر ځل چې امریکایې ډالر د افغانیو پر وړاندې معلومي هم لوړی شوی وي؛ نو د خوراکي توکیو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وي.