د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې د افغانانو په مشري او مالکیت به د سولې خبرې اترې ژر پیل شي او دا یو «مهم او تاریخي» ګام دی.
نوموړي نن پر خپل ټویټر د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د مبارکۍ ترڅنګ لیکلي چې «د خپلواکۍ ورځې نمانځل»، د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هڅه ده.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان مشران او ټول اړخونه باید له دغه مناسبت نه په ګټې اخیستو او له تېرو تېروتنو نه په درس اخیستو خپل هېواد ته لومړیتوب ورکړي او یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.
هغه سیاسي هوکړه د جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې اوربند لپاره یوازینۍ لاره بللې ده.
د خلیلزاد په وینا، د امریکا متحده ایالات یو سولهییز افغانستان غواړي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د سولې بینالافغاني خبرې اترې د زمري په میاشتې په ۲۹مه، د یکشنبې په ورځ په دوحه کې پیل شي. تر دې مخکې د سولې مرکچي پلاوي ځینو غړیو سلاموطندار ته ویلي و چې د ناڅرګندو لاملونو له کبله د سولې بینالافغاني خبرې اترې ځنډېدلې دي.
خو طالبانو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ درېدل د بینالافغاني خبرواترو د پیل خنډ بللی دی.
حکومت تر اوسه د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې چې د سولې لویې مشورتي جرګې یې د خوشې کولو غوښتنه کړې وه، یوازې ۸۰ هغه خوشې کړي، خو د نورو هغو د خوشې کولو لړۍ د یوشمېر هېوادونو د غبرګون له کبله درېدلې ده.
د ولسمشر ویاند دوه ورځې وړاندې وویل چې د افغانستان یوشمېر متحد هېوادونه د شپږـاوو بندیانو پر خوشې کولو ملاحظه لري. فرانسه او اسټرالیا هغه هېوادونه دي چې له حکومت نه یې غوښتي، څو هغه بندیان چې د دغو هېوادونو وګړي یې وژلي، خوشې نه کړي.