په کابل کې د لومړي ځل له‌پاره د پخلاینې رهبرۍ شورا غونډه وکړه

په کابل کې نن د لومړي ځل له‌پاره د سولې بهیر تعقبیولو او تامین په موخه د پخلاینې رهبرۍ شورا  غونډه وشوه.
افغان ولسمشر محمداشرف غني د پخلاینې رهبرۍ شورا په نننۍ غونډې کې وویل چې دا شورا به له ډېرو مشورو وروسته جوړه شوې‌ده او نننۍ غونډه د نږدې تېرو دوو میاشتو خبرو اترو پایله ده.

د ښاغلي غني په وینا، په‌دې غونډه کې یې د سولې بهیر د موخو او له طالبانو سره د خبرو اترو د ترکیب له‌پاره د غوره کېدونکیو کسانو په اړه مهمې خبرې وشوې.

افغان ولسمشر وویل، هغه کسان چې په واضح ډول د نظام او ۱۸کلنو لاسته‌راوړونو پر وړاندې تخریب کوي، د سولې په اړه د خبرو اترو په پلاوي کې باید حضور ونه‌لري.

ده په ورته وخت کې دا هم وویل چې له حکومتي چارچوبه بهر حکومتي مشران سیاسي او ټولنې د نورو اقشارو مشران او استازي به د ملت په خوا کې د سولې بهیر پرمخ بیولو له‌پاره په یو کتار کې قرار ولري او په ټول یووالي سره به د هېواد د راتلونکي په اړه د سولې بهیر او دې بهیر ته د ټاکل کېدونکي ترکیب په باب مهمې پرېکړې وکړي.

د پخلاینې رهبرۍ شورا ـ چې له جهادي او سیاسي مشرانو نه جوړه شوې‌ ـ له سولې عالي شورا وروسته دویمه پرېکړه‌کوونکې مرجع ده چې د سولې په اړه بحث کوي.

د دې شورا غړي له طالبانو سره د خبرو اترو له‌پاره د ټاکل کېدونکي پلاوي غړيو د ټاکلو مسوولیت لري.

د د پخلاینې رهبرۍ شورا ویاند محمدعمر داودزي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له طالبانو سره د خبرو اترو کوونکي پلاوي صلاحیتونه او مسوولیتونه به په راتلونکي غونډې کې مشخص شي.

ښاغلي داودزي وویل چې په نننۍ غونډې کې پرېکړه شوې چې د قطر په غونډې کې له افغانستانه یو همه‌شموله پلاوی ګډون وکړي.

ورته مطالب:

عمر داوودزی له طالبانو غواړي، د سولې لویې جرګې کې د افغانانو د ګډون مخنیوی ونه‌کړي

«د سولې خبرو اوږدېدل پوښتنې پيدا کوي»

په قطر کې د سولې ۶مې غونډې ته د تلونکي پلاوي نوم‌لړ افشا شو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام