ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې نن سهار په ټاکلي وخت (۷) بجې د ټاکنو پروسه رسمآ پیل شوې چې تراوسه پکې د بېلابېلو پېښو له امله شاوخوا ۳۰ کسان ټپيان شوي دي.
حکومتي سرچینې د نوم نهخپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، د ننګرهار کوټ، کامې او سره رود ولسوالیو کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغو پېښو کې د وسله والو او حکومتي ځواکونو جګړې او د ماین چاودنې شاملې دي.
هاخوا د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیزالرحمان ساپي سلام وطندار ته وویل، دغه ولایت کې هم د بېلابېلو پېښو له امله مختلفو سیمو کې د ۲ مېرمنو او ۲ سیمهییزو پولیسو په ګډون ۱۰ کسان ټپيان شوي دي. دی وايي، د ټپيانو روغتیايي حالت ښه دی.
هاخوا د لغمان په مرکز کې هم د یوه ټاکنیز مرکز مخې ته د بمي چاودنې له امله ۶ کسان ټپیان شوي دي.
تراوسه د ننګرهار، کونړ او لغمان چارواکیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې دمه ختیځو ولایتونو کې ټاکنې د ولسي خلکو په زیات ګډون روانې دي او د کومې سترې پېښې خبر ورکړل شوی نهدی.
دغه راز د نورستان په وانټوایګل ولسوالۍ کې هم د یوې چاودنې خبر ورکړل شوی، خو د مرګژوبلې په اړه یې مالومات ورکړل شوي نهدي. دغه راز د دې ولایت په ۲ ولسوالیو (دواب او منډول) کې ټاکنې شوي نهدي.
که څه هم وسلهوال طالبان تل د ټاکنو د ګډوډلو ګواښ کوي، خو داځل داعش ډلې هم تېره شپه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په ټاکنو کې د نهګډون په اړه شپېپاڼې خپرې کړې دي؛ خو ټولو ولایتونو کې ولسي خلک وايي، هر ډول حالاتو کې چمتو دي چې د خپلې خوښې وړو نوماندانو ته رایې ورکړي.
د ختیځو ولایتونو نه سلام وطندار ته رسېدلي مالومات ښيي چې پر وخت ټاکنیزو مرکزونو ته د حساسو او غیرحساسو توکو نهرسېدل، په بایومیتریک سیستم د ټاکنو کمیسیون کارکوونکيو نهپوهېدل، د محلونو د موادو ګډوډېدل، د رایورکوونکیو په نوملړ کې د کسانو د نومونو نهموجودیت او یوشمېر نورې تخنیکي ستونزې رایورکوونکیو ته سرخوږی جوړی کړی دی.