حکومت پر رسنیو د نفوذ په پار په دولتي پوسټونو خبریالان ګوماري

د افغانستان له خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مسوولانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت په دولتي پوستونو کې د خبریالانو او رسنوالو په ګومارلو سره رسنیو کې نفوذ وکړي او په راتلونکي کې د هغو په واسطه رسنۍ سانسور کړي.

د  نی ادارې اجراییوي مشر مجیب خلوتګر وايي، پنځه کاله مخکې د افغانستان د غږ او رسنیو ازادي د ستاینې وړ وه؛ خو نن او ‌سبا د رسنیو خبري سرویسونه د دولت په خوښه خپرېږي.

د ښاغلي خلوتګر په وینا، یو شمېر دولتي چارواکي د خبر او راپور د نه خپرولو بدل کې خبریالانو ته د پیسو او دولتي دندو وړاندیز کوي.

ښاغلی خلوتګر حکومت ته په رسنیو کې د نفوذ موندلو له هڅو نه د تېرېدلو او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی کولو وړاندیز وکړ.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوري وايي، حکومت د رسنیو ازادي ته درناوی لري او هېڅ‌کله هم د رسنیو په چارو کې لاس‌وهنه نه‌کوي.

مرتضوي له نی دفتره غوښتنه وکړه چې د رسنیو د کار پر وړاندې مسلکي چلند وکړي، نه سیاسي.

د افغانستان له خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې چارواکي د رسنیو له مدیرانو غواړي چې د ازادۍ اصل ته درناوی وکړي او د حکومت د نفوذ مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام