.jpg)
د روان کال د زمري پر ۴مه یوه ۱۴ کلنه نجلۍ څوو تنو د دایکندي ولایت د سنګتختوبندر ولسوالۍ کې لومړی ځورولې او بیا یې د ونې په خاښ کې زندۍ کړېوه. شاوخوا درې میاشتې د کبرا له وژل کېدو تېرېږي؛ خو کورنۍ یې ادعا کوي چې لا هم د کبرا اصلي قاتلان آزاد ګرځي او دولت یې د دوسیې په اړه مناسبه عمل نهکوي.
د کبرا ماما حسن رضایي وایي، سره لهدې چې د کبرا قاتلان پېژندل شوي؛ خو تر اوسه نهدي نیول شوي.
د کبرا د ماما په خبره، د هغې له قتل وړاندې دغو کسانو درې قتلونه، دوځلې اختطاف او څو ځله وهلډبول او شوکې کړېدي او په خبره یې امنیتي مسوولان او اړوند ارګانونه ویني چې دا قاتلان پخوا هم په ورته پېښو کې ښکېل دي؛ خو هیڅ یوه له دغو دوسیو نهده څېړلې.
د کبرا مدافع وکیل حیدر ابراهیمي وایي چې اصلي قاتلان تښتېدلي او له درېیوو نیول شویو کسانو دوو یې له محکمې برائت اخېستی او یوازې درېیم نیول شوی کس د جرمي شریک په توګه په ۷ کاله تنفیذي بند محکوم شویدی.
د یو تورن مدافع وکیل صادق رضایي وایي چې په ابتدایي محکمه کې د پوره دلایلو د نهشتوالي له امله درېیوو واړو کسانو برائت تر لاسه کړ؛ خو د ځېنو کسانو په غوښتنه؛ دوسیه استیناف ته ولېږل شوه.
د کبرا د ماما او پلار په خبره، دغو قاتلانو له دوی سره له دوه لسیزو مخکې دوښمني لرله.





