
د جوزجان ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي په ځانګړي ډول ښځينه قشر وايي، چې دوی د ښځینه ډاکټرانو له نهشتونه سخت ځوريږي او کله چې ناروغ شي، نو مجبور دي د یوې عادي درملنې لهپاره هم ساعتونه مزل وکړي، ترڅو ښځينه ډاکټره يې مرض تشخیص کړي.
د جوزجان ولایت یو شمیر اوسیدونکو چې له لرې پرتو سیمو د یاد ولایت "منګه جیک او قوشتپې" ولسوالیو درملنې مرکزونه ته ورغلي سلاموطندار ته ويلي، چې په سیمو کې يې د ښځینه ډاکترانو نهشتوالي له امله دوی له ډیر لرې ځایه دغو روغتیايي مرکزونو ته ورځي.
خدیجه چې ناروغه ده سلاموطندار ته وویل، چې د ښځينه ناروغانو لهپاره د ښځينه ډاکټر نهشتون دوی له پاره په یو عذاب بدل شوی.
نوموړې زیاته کړه، امیندوارې ښځې په ډیرو ستونزو ماشوم دې نړۍ ته راوړي او له همدې کمښت له امله که يې ناروغي جدي وي ښایي میرمن مړه شي، خو درملنه يې شنونې نه ده.

همدارنګه د نوريې په نوم یوې بلې ناروغې وویل، چې کونډه ده او د ښځينه ډاکټرې د پېدا کولو لهپاره کور یوازې نهشي پرېښودلای.
د جوزجان د عامې روغتیا رییس ډاکتر فریدون حبیب وايي، چې ډیر ژر به یو شمیر ښځینه ډاکټرانې، قابلې او نرسانې په لوړې تنخوا د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لهپاره دې ولسوالیو ته ولیږي.
نوموړي زیاته کړه:"زموږ ستره ستونزه د ولایت په کچه د روغتیايي مرکزونه کموالی دی، چې موږ په اړینو ځایونو کې د کلینیک جوړولو او په ځانګرې توګه د ښځینه ډاکترانو کموالي ستونزې لرو، چې په ناامنه ولسوالیو او یاهم هغو ولسوالیو کې چې مواصلاتي لارې يې نا امنه دي د ښځینه ډاکترانو نهشتوالي لامل نا امني ده ډیر کم حاضریږي، چې زموږ ښځینه ډاکترانې هلته لاړې شي او کار وکړي."
ویل کیږي، اوسمهال د جوزجان ولایت قوشتیپې، قرقین، خانقا، مردیان، منګه جیک، خماب، خواجه دو کوه او فیض اباد ولسوالۍ یوه ښځینه ډاکټره نه لري او ددې ولسوالیو اوسیدونکي د درملنې لهپاره نورو ولسوالیو او یا هم د جوزجان مرکز شبرغان ته ځي.
د ویلو ده، چې نه یوازې دا چې د جوزجان ولایت اوسېدونکي له دغې برخې کړيږي، بلکې څو ورځې وړاندې د سلاموطندار له لوري یو بل داسې راپور هم خپور شو، چې اوسمهال په ټوله پکتیا کې یوه ښځينه متخصصه ډاکټره فعالیت کوي.
که څه د عامې روغتیا وزارت هرکال د زیاتو ښځينه ډاکټرانو له فراغت څخه خبر ورکوي، خو راپورونه بیا ورځ تر بلې په دغو برخو کې د را ولاړو شویو ستونزو په اړه نشريږي.





