جیمز ماتیس د امریکې د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکل کېږي

 

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوهایو ایالت کې د وینا پرمهال ویلي، چې د پوځ متقاعد جنرال جیمز ماتیس یې د امریکې متحده ایالتونو دفاع وزارت څوکۍ ته ټاکلی دی.

ټرمپ په دې وروستیو کې له جنرال ماتیس سره په لیدنه کې د هغه ستاینه کړې وه.

۶۶ کلن جنرال ماتیس په افغانستان او عراق کې هم دندې کړي دي.

نوموړی د امریکا د متحده ایالتونو د سنټ کام مرکزي قوماندانۍ قوماندان هم پاتې شوی دی.

نوموړی درې کاله مخکې په ۲۰۱۳ کال کې له پوځ څخه تقاعد ورکړل شو.

جنرال ماتیس به د امریکې د سنا مجلس له خوا د انتصابي رایو په اخیستلو د دفاع وزیر په توګه وټاکل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام