جواد ظریف: اټومي هوکړې ته د رسېدو له پاره تضمين نشته

د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف په خپله يوه انګليسي ويډيويي پېغام کې ویلي، چې ایران د خبرو اترو د پېل راهیسې د امريکا سره دومره پرمختګ نه وو کړی، خو په وینا يې  بیا هم د خبرو اترو د برياليتوب له پاره خاص تضمين نشته.

نوموړي زياته کړې، چې د اټومي خبرو اترو په برخه کې باید دواړه لوري انعطاف وښيي.

جواد ظریف وايي، چې د خبرو اترو له پاره " هو" ميړانې او مصالحې ته اړتيا لري.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر په خپله خپره شوې ويډيويي وينا کې، چې په يوټویوب کې خپره شوې دا هم ويلي، چې ایران د یو متعادل او ښې هوکړې له پاره چمتو ده.

نوموړي داعش ته په اشارې سره ويلي، چې د نړۍ له پاره ګواښونکې داعش ډله د پرمختګ په حال کې ده او او د امريکا سره دغه هوکړه باید له داعش ډلې سره د مبارزې په برخه کې هم وشي.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف له ويناوو دا څرګنديږي، چې دغه هېواد د امريکا متحده ایالاتو سره په خبرو کې پرمختګ کړی.

د ویلو ده، کله چې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د ایران واک حسن روحاني واخیست، نو د خپل هېواد نظام يې منځ لارې اعلان کړ او د محمود احمدي نژاد د څو کلن کړکېچ حلولو په موخه د امريکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو له پاره د ایران دروازې پرانستلې.

له وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کري ویلي وو، چې د ایران سره اټومي خبرو اترو پرمختګ کړی دی.

یاده دې وي، چې د دغې هوکړې څخه وروسته به ایران اټوم بمب نه شي جوړولی او په مقابل کې به پر ایران د امريکا او اروپايي اتحاديې له لوري اقتصادي بندیزونه هم لرې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام