د تخار ولايت د ولايتي شورا منشي محمداعظم افضلي سلاموطندار ته وويل چې له دوه ورځو راهيسې په بهارک او خواجه غار ولسواليو کې طالبانو ۲ روغتيايي مرکزونه تړلي دي.
د خواجه غار ولسوال ملا محمد عمر د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وايي چې د يادې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز مسوولانو د طالبانو له لوري د ګواښونو له کبله د دې مرکز دروازه تړلې ده.
د بهارک او خواجه غار ولسواليو يو شمېر اوسېدونکيو د سلاموطندار سيمهييز خبريال ته ويلي چې د نن (يکشنبه) طالبانو د يادو ولسواليو د روغتيايي مرکزونو دروازې تړلي او کارکوونکيو ته يې د دننه کېدو اجازه نه ده ورکوي.
له دې وړاندې هم طالبانو د تخار دشت قلعه ولسوالۍ کې «سينا» په نوم روغتون تړلی و او طالبانو په کې خپل کسان ګمارلي وو.