داعش په جوزجان کې د اسلامي خلافت مضامین تدریسوي

سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، چې داعش وسله‌وال د دغه ولایت درزاب ولسوالۍ په ښوونځيو کې د اسلامي خلافت مضامین تدریسوي.

دغه چارواکي د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي، داعش تر خپلې ولکې لاندې سیمو  په ۱۶ ښوونځیو کې، د اسلامي خلافت ښوونیز نصاب مخ ته وړي.

د جوزجان ولایت د درزاب ځای ناستي ولسوال بازمحمد داور سلام‌وطندار ته وویل، د دې ډلې کسانو ښوونکو او د سیمې مشرانو ته خبرداری ورکړی، چې له‌دې وروسته د ښوونځیو زده‌کونکو ته هغه څه چې دوی یې" د اسلامي خلافت ښوونیز نصاب"بولي، تدریس شي.

«ښوونځیو ته یې ویلي چې ښوونکي لوست ورنه کړي، د ښوونځیو دروازې وتړي، هرڅومره تنخوا چې دولت ښوونکو ته ورکوي موږ یې خپله ورکوو او هغوی باید د لوست هغه نصاب چې موږ به یې ورکړو، تدریس کړي. دلته ښوونځي تړل شوي ازموینه یې وانخیستل شوه، ښکاره ده چې له پراخ او پیاوړي عملیات پرته به انساني ناورین رامنځته شي.

د درزاب ځای ناستي ولسوال ویلي، داعش د اسلامي خلافت ښوونیز نصاب په اړه خبرپاڼه خپره کړې او په هغې کې  کورنیو ته بلنه ورکړل شوې چې خپل بچیان ددوی ترکنترول لاندې ښوونځیو ته د زده کړو له پاره ولیږي.

خو د جوزجان دپوهنې رییس عبدالحی یشین سلام وطندار ته وویل چې تراوسه له درزاب ولسوالۍ دغه ډول رپوټ نه دی ور رسېدلی.

«پوهنه یو بنسټ او حکومتي، غیرسیاسي او غیرپوځي اداره ده. موږ د هیڅ ښوونځي ترڅنګ ان په پوهنې ریاست کې نه سرتېری لرو او نه توپک لرو هر زورواکی چې له وسلې سره ښوونځي ته ننوزي هرکار کولی یې شي.»

په همدې حال کې د درزاب ولسوالۍ یوې سرچینې چې غوښتل نوم یې یاد نه شي، سلام وطندار ته وویل چې داعش ډله دداسې یو نسل روزنې هوډمنه ده چې ددوی د قوانینو او ارونو له مخې ژوند وکړي.

د سرچینې پروینا، داعش ډله د خپل نصاب له مخې، د ماغزو مینځلو سربېره، د ډول ـ ډول وسلو کارونې، اعدام، وژنې او سرغوڅونې هم ماشومانو ته ورزده کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام