بیت الله کې د کرېن لوېدنې ۶۲ د حج عازمين ووژل

د سعودي عربستان د مکې ښار په حرم شریف کې د کرېن د را لوېدنې له امله ۶۲ تنه حاجیان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

په همدې حال کې د سعودي ولسي پولیسو په دې دردوونکې پېښې کې د ۶۲ حاجیانو د مړه کېدلو شمیره تایید کړې ده.د

خو د زیاتو ټپیانو د موجودیت له امله ځايي چارواکي وايي ممکن دغه شمیره لوړه شي.

د سعودي عربستان د رسنيو د راپورونو پر اساس د حرم شریف د ودانيزو چارو له پاره نصب شوي کرېنونو څخه یو هغه یې د تېز باران له امله را لوېدلی.

سرچينې زیاتوي، چې د پېښې په ځای کې د ګڼې ګوڼې له امله زیات تلفات رامنځته شوي دي.

په ټولنیزو رسنيو کې ځېنې انځورونه او ویډيوګانې خپرې شوي چې په هغې کې هم بې شمېره وګړي په سخت ټپي حالت کې ښودل کيږي.

له څه وخت را هیسې د حرم شریف په جمات کې ودانیزې چارې روانې دي.

د سعودي عربستان حکومت غواړي دا مسجد په داسې ډول جوړ شي چې په یو وخت په کې ۲۲ لکه وګړي لمونځ وکولی شي.

مسجد حرم د مسلمانانو له مقدسو مقاماتو څخه یو دی، چې هر کال د ذالحجې په میاشت کې له ټولو اسلامي هیوادونو څخه مسلمانان د حج د فریضې ادا کولو له پاره مکې مکرمې ته ځي.

د حرم په پخوانۍ ساحه کې به هر کال د ګڼې ګوڼې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه زیات و، خو دا لومړی ځل شو چې یوه داسې پېښه رامنځته کيږي، چې له امله یې په یوه ورځ دومره زیات تعداد کې حاجيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام