د ناټو قوماندان: امریکا باید له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په نېټې غور وکړي

د ناټو لوی قوماندان جنرال کورتس سکاپروتي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له نوي قوماندان جان نیکلسون سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا باید له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر ایستلو  بیا کتنه وکړي.

جنرال سکاپورتي وایي، چې د طالبانو بیا سرراپورته کول، پر لوی ګواښ د دې ډلې بدلیدل او دغه راز د څو استراتیژیکو سیمو سقوط   سبب شوی، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ټوله کړنلاره بدلون وکړي.

ویل کیږي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوي قوماندان، په بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو له استازو سره په لیدنه کې د افغانستان جګړیز وضیعت قابو کولو طرحه د تړلو دروازو تر شاه ارزولې ده.

خو د افغان پوځ متقاعد جنرال خدای داد هزاره سلام وطندار ته وویل، چې تراوسه افغان امنیتي ځواکونه د هیواد امنیت ټینګولو توان نه لري او د بهرنیو ځواکونو سلا مشورې او همکاریو ته اړ دی.

"په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور یوه ځانګړی ځای لري او د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته په خپلواکه توګه له هیواده دفاع او د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړول ستونزمن دي."

په همدې حال کې د پوځ لوی درستییز جنرال قدم شاه شهیم نن پنجشنبه (می۱۹مه) خبري غونډه کې له نړیوالې ټولنې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز غوښتنه وکړه.

شهیم په ټینګار سره ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې دوام نورو هیوادونه هم  ناامنه کوي:"  د هغوی تیرې تیروتنې په هېواد کې د ستونزو لامل شوې او دا ځل بیا هم افغان ملت د نړیوالې ترهګرې پر ضد مبارزه کې ولاړ دی چې نړیواله ټولنه دې په دې مبارزه کې افغانستان هېر نه کړي."

د تیر کال په مني کې ولسمشر اوباما اعلان و کړ، چې په افغانستان کې به د ۲۰۱۶ م زکال تر پایه ۹زره او ۸۰۰ امریکایي سرتیري پاتې شي. دا شمیره به له  ۲۰۱۷ م ز کال وروسته ۵زره او ۵۰۰ سرتیرو ته راټیټ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام