د بلخ امنیتي ځواکونو تېره شپه د مزار شریف درېیمې ناحیې کې د وسلهوالې غلا په تور، بلخ کې د ملي محاذ ګوند استازي اخترمحمد ابراهیمخېل کور کلابند کړ.
د بلخ د پولیسو امنیتي مرستیال عبدالرزاق قادري وايي، د اسنادو او شواهدو پر بنسټ تر څېړنې وروسته روښانه شوه چې د اخترمحمد ابراهیمخېل زوی نورمحمد تېره ورځ، مازدیګر ۴ بجې له دوو هایلکسو او یوې کرولا سره مزارشریف کې د قالینو پلورنځیو ته راغلی او ۱۳ زره ډالر او تر ۱۳ لکو ډېرې افغانۍ یې پټې کړي دي.
د قادري په وینا، دوی غواړي چې تورن د قانون منګولو ته وسپارل شي، خو که ابراهیمخېل یې غوښتنه ونهمني، په زور به یې اړ کړي.
خو اخترمحمد ابراهیمخېل له سلاموطندار سره مرکې کې پر ده او زوی یې لګول شوي تورونه نهمني او دا د ځان په وړاندې یوه سیاسي دسیسه بولي. نوموړی وايي، یاده مسله دې د قومي مشرانو په منځګړتوب حل شي.
ویل کېږي چې اوسمهال د دې موضوع د حل لهپاره د بلخ ولایت مقام کې امنیتي غونډه روانه ده.