
طالبانو د بغلان ولایت په ډنډې غوري سیمه کې له ځېنو جوماتونو نه نظامي مرکزونه جوړ کړي او خلک په کې لمونځ کولو ته نه پرېږدي.
په بغلان کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو لسم کنډک ویاند جاوېد سلیم سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو تر اوسه د ډنډې غوري په ۳۰ لویو جوماتونو کې خپل نظامي مرکزونه جوړ کړي او له هغو نه د افغان امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې کار اخلي.
د سلیم پر وینا، طالبان تر ډېره په دغو ځایونو کې د حشر او ذکات د راټولولو له پاره جنګېږي او د ځایي اوسېدونکیو له کورونو او جوماتونو نه د ډال په توګه ګټنه کوي.
د ډنډې غوري اوسېدونکي هم مني، چې طالبانو په جوماتونو کې پاخه ځایونه جوړ کړي، وسله او مهمات یې په کې ځای پر ځای کړي دي.
د دې ولسوالۍ د ګوهرګان سیمې یو تن اوسېدونکی اجمل دلاور وايي، طالبان دوی ته اجازه نه ورکوي، چې یادو جوماتونو ته د لمانځه له پاره لاړ شي، چې ځایي اوسېدونکي یې په دې کاره پزې ته راوستي دي.
د ده په خبرو، تېر کال هم د طالبانو له خوا څو جوماتونه له قبضې وروسته په نښتو کې تخریب شول.

د بغلان والي عبدالستار بارز هم دغه ستونزه تاییدوي، وايي، چې دوی پلان لري، چې د پراخو پوځي عملیاتو په کولو سره د ډنډې غوري او ډنډې شهاب الدین له طالبانو نه پاک کړي.
د بارز په خبره، طالبان د دې له پاره چې د امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکي عملیاتو نه خوندي پاتې شي؛ د مقدسو ځایونو، ښوونځیو، کلینکونو او د خلکو له کورنو نه د ډال په توګه استفاده کوي.
تېرکال پسرلی مهال د بغلان په ډنډې غوري کې ۱۲ بابه جوماتونه وسوځېدل، چې د بغلان سیمه ییزو چارواکیو د جوماتونو سوځېدل طالبانو پورې تړلي وو.
خو په بغلان کې د طالبانو ډلې دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې وې.





