د افغان ځواکونو د عملیاتو او د سیمه ییزو خلکو د پاڅون له امله د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ او زمچي درې ۴۰ کلي له طالبانو پاک کړي او د دولت په کنټرول کې دي.
د سرپل ولایت امنیه قومندان نورمحمد ګلبهاري سلام وطندار ته وویل، چې د سانچارک، بلخاب، ګوسفندي او سوزمه قلعې په سلګونو اوسېدونکیو د امنیتي ځواکونو په مرسته؛ طالبان له سیمو نه وشړل.
د ګلبهاري په خبره، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او پاڅونوالو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو دوه وسله وال په کې وژل شوي دي.
له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې پاڅوانوال د وسله والو طالبانو پر ضد راپورته شوي وو او له خپلو سیمو نه یې شړلي وو.
د ولایتي شورا غړي اسد الله خرم په خبره، دا ځل دغه کلیوال پاڅون د ولایتي شورا د غړې سراسیمه له خوا راپورته شوی دی.
د خرمه په وینا، د سوزمه قلعه، لغمان، کوهستانات او په ځانګړي ډول د مرکز سرپل طالبان سخت وېرېدلي دي.
خرم وايي، سانچارک ولسوالي په ټولیزه توګه امن کې شوې ده او ولسي خلک د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د نورو ولسوالیو پر لور د طالبانو د ځپلو لپاره په حرکت کې دي.
د طالبانو پر ضد د خلکو مبارزه
د طالبانو پر ضد راپورته شوي پاڅونوال وايي، چې د طالبانو باج غوښتنې او ظلم پرې ژوند سخت کړی و.
تښتونې، بې ګناه وژنې، باج اخیستنې، د عشر راټول او زکات غوښتل، د دې لامل شول، چې د طالبانو پر ضد پاڅون راپورته شي.
پاڅونوالو پرېکړه، چې د طالبانو پر ضد خپلو لاریونونو ته ادامه ورکوي، دوی له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې بیا ځلي به طالبانو ته اجازه ورنه کړي، چې کلیو ته راستانه شي.
د سرپل په عملیاتو کې د خلکو ګډون زیات و او امنیتي مسولین هیله لري، که چېرې ورسره د خلکو مرسته وي؛ نو ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو ټولې ځالې پاکې کړي.
د سرپل اوسېدونکيو سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو بې ګناه خلک په ډزو ویشتل.
د دوی په خبره، چې طالبانو د ډېرو ولسي خلکو سرونه پرې کړي دي او د دغو بې رحمیو سره به مبارزه کوي.
سرپل ولایت په شمال کې د طالبانو تر ټولو ښه پټن ځای ګڼل کېږي. دغې ډلې تر اوسه د دغه ولایت په څو ځایونو باندې حملې کړي دي.





