د افغانستان په ګډون د کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو ټورنمنټ نن پیلېږي

ټاکل شوې ده، د کرکټ نړیوالې شورا په نوښت د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ کال شپږم پړاو شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې پر موخه نړیوال ټاکنیز پړاو ټورنمنټ نن پیل شي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې په دې سیالیو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په ګډون له ۵ وچو څخه د ۱۴ هېوادونو کرکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ لپاره لوبېږي.

د روان کال نړیوال ټاکنیز پړاو سیالۍ به د ایرلینډ او سکاټلینډ هېوادونو په ګډ کوربتوب ترسره شي، چې په لومړۍ ورځ به په (بي) ګروپ کې ۲ لوبې ترسره شي او دواړه لوبې به د تلویزیون په پردو د کرکټ مینوالو ته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې به افغان کرکټ ملي لوبډله په (بي) ګروپ کې لومړۍ لوبه د سکاټلینډ په کوربتوب نن له هالینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره تر سره کړي.

د افغانستان او هالینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ لوبه، به د افغانستان پر وخت مازیګر ۵ بجې او ۴۵ دقیقې په (ايډنبرګ) لوبغالي کې وشي.

دغه راز د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې کوربه سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډله په (بی) ګروپ کې له عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.

د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیزپړاو لوبو ته د اسیا وچې څخه افغانستان، نیپال، هانګ کانګ، عربي امارات او عمان لوبډلو، له امریکې وچې څخه امریکې او کاناډا، له اقیانوسه څخه پی این جي، له افریقا وچې څخه کینیا او نمیبیا او له اروپا وچې څخه هالینډ ، سکاټلینډ ، جرسي او دفاعي اتلې ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې لاره پیدا کړې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د پلان له مخې به د دغه ټورنامنټ نه، به نن د (جولای په ۹ مه) نېټه په رسمي توګه پیلیږي، د روانې میاشتې تر ۲۶ مې نیټې به روانې وي او ۶ مخکښې لوبډلې د ۲۰۱۶ کال هندوستان په کوربتوب شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د روان کال ټاکنیز پړاو وړاندې درې ځلې په دغو نړیوالو ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کړی دی، چې په لومړي ګډون کې یې په ۲۰۱۰ کال کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام ګټلې و، خو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو په فاینل لوبو کې له ایرلینډۍ لوبډلې ماتې خوړلې او درې ځلې په شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې لوبېدلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام