بدخشان کې د مېوه‌يي ونو نسل د له منځه تللو ګواښ

د بدخشان ځېنې بڼوال وایې، په محلي بازارونو کې د ځایي ونو مېوو ځای بهرنیو مېوو نیولی دی.

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ دوه بڼوال احمدنوید او رحیم نوري وایې، د بهارک ولسوالۍ رخش مشهورو مڼو چې پخوا یې ښه بازار لرلو؛ اوس خپل ځای بهرنیو مڼو ته پرېښې دی.

دوی اندېښنه ښيي، چې په بهارک کې ډېر کروندګرو د مڼو د رخش بوټو پرځای زراعتي او بهرنۍ ونو کښت پیل کړی او دا کار وېره ډېروي چې د رخش ځايي او مشهوره مڼه کمه شي؛ خو دوی په ورته وخت کې ډاډ ورکوي چې د خپل‌منځي پرېکړې له‌مخې به د رخش ونې نسل بېرته راژوندی کړي.

د بدخشان د بهارک ولسوال محمدعظیم موسوي سلام وطندار ته وویل چې د باغونو نوي حاصلات ټیټ مقاومت لري او د دغو حاصلاتو د ساتنې له‌پاره د امکاناتو نه‌شتوالي بڼوال له ستونزو سره مخ کړي‌دي.

د ښاغلی موسوي په وینا، د بڼوالو ملاتړ او مېوه‌یې ونو د ځایې نسلونو د روزنې او سړخونو د لرلو په صورت کې د بهارک ولسوالۍ بڼوال د هېواد شمال حوزې ته هم مڼې رسولی شي.

په ورته وخت کې د بدخشان د کرنی رییس محمدعلم عالمي د برېښنا د نه‌شتوالي له امله د باغونو د حاصلاتو ساتنه ستونزمنه ګڼي.

د ښاغلي عالمي په وینا، د باغونو نوي ډولونه د ناروغیو او د اوبو او هوا پر وړاندې کمروزی مقاومت لري او دوی د پخوانیو مېوو احیا کولو له‌پاره ـ چې ښه کیفیت يې لرلو ـ لاس په‌کار شوي‌دي.

د بدخشان د کرنې رییس زیاتوي، ادارې يې په ټولو ولسوالیو کې داسې ځایونه جوړ کړي چې د مېوو ځایې او پخوانی نسل وساتي. دی ډاډ ورکوي، نور پلاټونه هم جوړوي چې د مېوو نسلونه په کې وپالي.

د بدخشان د کرنې ریاست مسوولان وايي چې یادې ادارې د قوریې جوړولو ترڅنګ د مېوو د نسلونو ساتنې له‌پاره بڼوالو او کروندګرو ته امر کړی چې د ونو دغه نسل ژوندي ساتلو او ترویج په برخه کې ناغېړي ونه‌کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام