بدخشان؛ د «جادويي تختونو» په پېرلو کې پراخ فساد شوی

د بدخشان محلي ادارې پر کورونا د شکمنو اخته کسانو د درملنې او کورنټین کولو لپاره د دغه ولایت د حقوقو او شرعیاتو په پوهنځیو کې ۱۲۰ بستره مرکز جوړ او په ۴۸ میلیونه افغانیو یې ورته روغتیايي تجهیزات پېرلي دي.

په دغه ولایت کې د تجهیزاتو پر پېرل او ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو تل نیوکې او په‌کې د ډېر فساد خبرې هم هم کېدې. د مدني ټولنې او د ډاکټرانو ټولنې یوه ګډ ټیم تازه د دغه ولایت د یاد مرکز او تجهیزاتو څارنه کړې ده. د دغه ټیم غړي په یاده برخه کې د فساد یادونه کوي. د دوی موندنې ښيي چې ناروغانو ته لازم خدمات نه دي وړاندې شوي او ویلي یې دي چې په یاد مرکز کې خیالي کارکوونکي هم نیول شوي دي.

د څارونکي پلاوي یو غړی اجمل دروېش وايي، که څه هم د بدخشان د روغتیا ریاست نه حاضرېده چې د پېرلو توکو پاڼې ورکړي، خو په وینا یې، اوس یې ترې اخیستې دي. دروېش د هغې کوټې د یوه تصویر په خپرولو سره چې «ځانګړي خدمات یا ICU» پرې لیکلي وايي، په یادو کوټو کې یو تخت ايښی چې پایې یې له خښتو او لرګیو تکیه شوي او پر کورونا اخته کسان په‌کې ساتل کېږي. هغه سند چې سلام‌وطندار ته رسېدلی ښيي چې د ناروغانو د ځانګړو تختونو بیه ۴۸ زره افغانۍ ښودل شوې ده.

د دغو تختونو د پېرلو په سند کې چې د وري میاشتې په ۲۶مه له «محسن مسعود» شرکت نه پېرل شوي، د یوه چینايي تخت بیه ۴۸ زره افغانۍ لیکل شوي. دغه سند ښيي چې د بدخشان د روغتیا ریاست مسوولانو د یاد روغتیايي مرکز لپاره ۵۵ دانې تختونه په همدې پیه پېرلي دي.

اجمل دروېش وايي چې د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم د وسایلو د بیو لوړوالی عاده خبره ده، خو په ۴۸ زره افغانیو د یوه تخت پېرل له خلکو او دولت سره ستره جفا ده. هغه وايي چې د یادو تختونو بیه د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته ۲۰ زره افغانۍ ده.

د یادو تختونو تصویرونه پر ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ریشخند لپاره ورته «جادويي تختونه» وايي.

په یوه بل سند کې چې ۴/۳/۱۳۹۹ نېټه له یاد شرکت روغتیايي وسایل پېرودل شوي، ښيي چې له دغه شرکت نه ۱۵ ډوله توکي پېرل شوي او د هر PPE کېټه بیه ۸۵۰ افغانۍ لیکل شوې ده. خو د بدخشان د مدني ټولنې د ټیم غړې ستوری یزدان‌پرست وايي چې یاد کېټونه په بازار کې له درې سوو افغانیو لوړ نه دي. هغه وايي، سره له دې چې د کورونا پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، خو د بدخشان د روغتیا ریاست تر اوسه د ښځینه‌وو د ساتلو مرکز جوړولو په برخه کې هېڅ کار نه دی کړی.

یو بل سند ښیي چې یو بوتل مقطرې اوبې یې له کابله په ۳،۳ افغانۍ وړي دي، په داسې حال کې چې یادې اوبه په بدخشان کې په دوه افغانۍ پلورل کېږي.

د بدخشان د روغتیا رییس نور خاوري د یاد ټیم موندنې بې‌بنسټه بولي او وايي چې دا ډول څرګندونې د ځان د مطرحې کولو او ښودلو لپاره کوي. هغه وايي چې بې‌طرفه مراجعو ته د کار د رونټتیا او منظمو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه حساب ورکولو ته حاضر دی.

نوموړي ټینګار کړی چې روغتیايي توکي د یوه ګډ پلاوي له لوري پېرل شوي او په دغه ریاست پورې اړه نه لري.

خاوري زیاتوي چې د یاد مرکز خدمتونه تازه د اغاخان روغتیايي خدمتونو دفتر ته سپارل شوي او د روغتیا ریاست په‌کې یوازې د څارونکي رول لري.

د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري وايي، د روغتیايي وسایلو د پېرلو پر مهال د ټولو وسایلو بیې لوړې شوې وې او په یاده برخه کې فساد نه دی شوی.

د بدخشان د مدني ټولنې رییس سیف‌الله سایس د یاد مرکز نیمګړتیاوې داسې لیکلي:

پر کورونا د شکمنو او اخته کسانو درملنه تر یوه چتر لاندې کېږي؛

بستر شوي ناروغان ځانګړې جامې نه لري او په عادي جامو سره بستر شوي دي؛

پر کورونا شکمن او اخته کسان ګډ وسایل کاروي چې د کورونا ویروس ګواښ زیاتوي؛

پر کورونا اخته او شکمن کسان په یاد مرکز کې له ډاکټرانو سره ګډ اوړي را اوړي؛

د بېړنۍ ساتنې په څانګه کې له یوه تخت پرته بل څه نشته؛

د کثافاتو ستلونه نامعیاري او پلاسټیکونه نه لري؛

د څارنې دغه ټیم ادعا کوي چې په یاد روغتیايي مرکز کې خیالي کارکوونکي ګومارل شوي دي. ستوری یزدان‌پرست وايي، هغه سند چې دوی ته په لاس ورغلی، ۱۹۵ کسان د یاد مرکز لپاره ګومارل شوي، خو یوازې ۴۵ یې هره ورځ دندې ته حاضرېږي.

د بدخشان د عامې روغتیا رییس بیا د خیالي کارکوونکو ادعا ردوي او وايي، په یاد مرکز کې یوازې ۱۱۰ کسان روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د بدخشان مدني ټولنې څو ورځې وړاندې یوه ویډیو خپره کړه چې پر کورونا اخته کسانو په‌کې د بې‌کیفیته ډوډۍ، د ماسک او د مېکروب ضد مایع له نشتوالي شکایت کاوه. خو د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس د ناروغانو ادعا بې‌بنسټه بولي او وايي چې په بشپړه توګه ټول روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د بدخشان د ولایتي شورا منشي احمدجاوېد راغي وايي چې د یاد پلاوي څېړنې به وارزوي. هغه که څه هم په مشخص ډول په یاد مرکز کې د فساد په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې روغتیايي وسایل په ډېره لوړه بیه پېرل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام