د نوي کال په لومړۍ ورځ کابل کې ځانمرګي برید او دغهراز هلمند ولایت کې د تېرماښام موټربم چاودنې د ولسي جرګې غړي سخت غوصه کړي دي.
د ولسي جرګې ځېنو غړیو په نننۍ عمومي غونډه کې وویل د ملي امنیت عمومي رییس پوهېږي دغه ځانمرګي بریدګر چېرې دي، خو ولې یې مخنیوي نه شي کولی؟
د ولسي جرګې غړیو شکېبا هاشمي او نظیفې ذکي وویل، ښاغلي ستانکزي په وار ـ وار د کورني امنیت په کمېسیون کې ویلي ترڅنګ مې ودرېږئ، ملاتړ مې وکړئ؛ را ته معلوم دي چې څوک دغه بریدګر تمویلوي.
ورته وخت کې د ولسي جرګې ځېنو نورو غړیو د امنیتي بنسټونو مسوولین د امنیت په ټینګښت کې په نه پام تورنوي او د استیضاح غوښتنه يې کوي.
د جرګې غړیو نفیسې عظیمي او محمد عارف رحماني وویل، د امنیتي بنسټونو په ځانګړي ډول د ملي امنیت رییس چې په دې اړه یې غفلت کړی نه دي توانېدلي د برید مخنیوی وکړي؛ باید رااستیضاح شي.
دا داسې مهال دی چې د نوي کال په لومړۍ ورځ کابل پوهنتون ته نږدې یو ځانمرګي برید ۲۹ ولسي وګړي ووژل او ۵۲ نور يې ټپیان کړل، دغه راز تېرماښام د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې موټربم چاودنې بیا ۱۵ ولسي خلک ووژل او۵۰ نور يې ټپیان کړل.
د لومړي ځانمرګي برید مسوولیت داعش ډلې منلی او د هلمند موټربم برید مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.