د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د وزير محمد اکبر خان جامع جومات کې د ملا امام محمد اياز نيازي وژل کېدو په غبرګون کې ويلي چې دا کار طالبانو کړی دی.
امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې طالبان نهشي کولای د دوه جملو په ليکلو سره ځان له دې وژنې او جنایت نه خلاص کړي.
د نوموړي په وينا، که چېرې طالبان په دې بريد کې لاس لرل رد کړي، دوی په هېواد کې د خوارجو کړنې دود کړې دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال زياته کړې چې د طالبانو او داعشيانو توپير نشته او دواړه پر ملکي کسانو بريد کوي.
خو طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو يوه وياند ذبیحالله مجاهد ويلي چې جومات کې بم کېښودل جنايت دی.
د وزير محمد اکبرخان جومات امام محمدایاز نیازی تېره ورځ ماښام شاوخوا ۷ نیمې بجې د يوه ماين په چاودنه کې اول ټپي او وروسته يې ساه ورکړه.
د کورنيو چارو وزارت وويل چې په دې پېښه کې ۲ کسان ووژل شول او ۲ نور ټپيان شول.