په بغلان کې د سکرو ډبرو د یو کان ښوويېدو ۲ کارکوونکي وژلي

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د سکرو ډبرو د یو کان د راښویېدو له امله د کان دوو تنو کارکوونکیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بغلان د نهرین ولسوالۍ اجرایوي امر عبدالودود شېرزاد سلام وطندار ته وویل، چې دوه ورځې مخکې د نهرین ولسوالۍ په چنارک سیمه کې د سکرو ډبرو د یو کان په ښويېدو کې دوه تنه وژل شوي دي. د ده په خبره، ځايي اوسېدونکي نه دې توانیدلي چې د کان د کارکوونکیو جسدونه راوباسي.

د وژل شویو کسانو یو نږدې خپلوان محمدعظیم هم وايي، چې د ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولان او اوسېدونکي هڅه کوي، چې په کان کې د وژل شویو کسانو جسدونه راوباسي؛ خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

یوه اونۍ مخکې د بغلان ولایت د ولایتي شورا غړیو د سکرو ډبرو د غیرمعیاري او خپل‌سري استخراج په اړه اندېښنې ښودلې وې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام