افغان فوټبال ملي لوبډله د تمریني کمپ له‌پاره ترکیي ته ځي

ټاکل شوې‌ده، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د لومړي ځل له‌پاره د یو روزنیز کمپ له‌پاره روانه اوونۍ ترکیې ته سفر وکړي.

افغان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان فوټبال ملي لوبډله به د روانې نومبر پر ۱۳مه د ترکیي په انتالیا ښار کې ۸ ورځنی روزنیز کمپ پیل کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د دې روزنیز کمپ موخه راتلونکې میاشت د اوزبیکستان او یا هم د ترکمنستان له فوټبال ملي لوبډلې سره دوستانه سیالۍ ته ښه تیاری دی.

خبرپاڼه زیاتوي، افغان فوټبال ملي لوبډله به د ترکیي په کوربتوب تمریني کمپ کې ـ چې د فوټبال ملي لوبډلې د مالي ملاتړي (الکوزي) شرکت په مرسته پلان شوي ـ د یاد هیواد په فوټبال لومړۍ لیکې کې لوبېدونکې (انتالیا سپور) فوټبال کلپ په شمول د بېلابېلو کلپونو سره هم دوستانه فوټبال سیالۍ وکړي.

افغان فوټبال فدراسیون وایي، دا به د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له‌پاره یو له بهترینو روزنیزو کمپونو وي چې د ملي لوبډلې د ښه تیاریو په موخه جوړېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون دغه راز خبر ورکړ چې تاجيکستان له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره د روانې نومبر پر ۱۹مه پلان شوی سیالۍ د راتلونکې کال مارچ ته ځنډولې ده.

د فوټبال فدراسیون له‌خوا نن په ترکیه کې دغه کمپ ته ۲۳ کسیزه فوټبال ملي لوبډله هم اعلان شوه چې اویس عزیزي او حمید الله وکیلي په‌کې د ګول‌ساتنې له‌پاره غوره شوي‌دي.

دغه‌راز په دفاع لیکه کې حسن امین، میلاد سالم، مصطفی حدید، کنشکا طاهر، بنیامین نجم، هارون میري او شریف محمد شامل دي.

په منځنۍ او برید لیکه کې بیا لوبډلمشر فیصل شایسته، نورالله امیري، مازیارکوهیار، امید پوپلزی، ادم نجم، مصطفی ځاځی، ذوالفقارنظري، نورحسین، اباسین علي‌خېل، عمران حیدري، فرشاد نور، جبار شېرزه، فرید سادات او زبیر امیري موجود دي.

په اعلان شوې ۲۳ کسیزه ملي لوبډلې کې بیا د نورالله امیري، پخواني لوبډلمشر اسلام‌الدین امیري او امرالدین شریفي په څیر لوبغاړي نه لیدل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام